ورزش

دافغانستان ورشکارې ميرمن جايزه وګټله

کابل باختر د زمري  اوومه :
دافغانستان دښځو دفوټبال دملي ټيم غړې ،  دملګروملتو په سازمان کې  دځوانانو استازې او دښځو دفوټبال دټيم مسوولې  هاجرابوالفضل  له ورزش څخه دزړورې استفادې نړيواله جايزه وګټله .
دغه جايزه کال په کال هغو  کسانو ته ورکول کيږي چې له ورزش څخه په جګړې ځپلو سيموکې له ټولنيزو مسئلو سره دمبارزې لپاره استفاده کوي .
دهېواد دفوټبال  فدراسيون دغې جايزې  ته دميرمن هاجر لاسرسۍ  دهېواد فوټبال او په تيره بيا ميرمنو ته يوستر برياليتوب وباله له بلې خوا دميرمنو دفوټبال دملي ټيم غړي هم دغه برياليتوب ستايي اوله حکومت څخه غواړي چې دورزش دودې او ورزش ته دميرمنو دهڅونې زمينه برابره کړي .
  په ميرمن هاجر سربيره دافغانستان دسکي  دورزش  د تنکيو ځوانانو ډله هم دغې جايزې ته کانديده وه خو په ترلاسه کولو يې بريالى  نه شوه
هاجر په ٢٠٠٨ ميلادي کال کې په يوه سيالۍ کې چې دکابل ښار دښوونځيو دلوبغاړو ترمنځ ترسره شوې وه  وکولى شول دافغانستان دنجونو دفوټبال ملي ټيم ته لاره پيداکړي .
دملګروملتو دسازمان په  ٠١٦ ٢کال کې هاجر ابو الفضل  ته دځوانانو داستازې لقب ورکړ .
ميرمن هاجر دغه راز د ٢٠١٦ کال د ډيرې غوره ورزشکارې  لقب هم لري .
دهېواد د ښځو دفوټبال  ملي ټيم په ٢٠٠٤ م کال کې  جوړ شو او په ٢٠٠٧ ميلادي کال کې يې په رسمي ډول په فعاليت پيل وکړ .
دغه ټيم اوس په دريو کټګوريو کې کابو اويا تنه لوبغاړي لري او په دريو ټيمونوکې فعاليت کوي .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته