امنیت

د طالبانو يو جګپوړي قوماندان په هرات کې ووژل شو

کابل باختر د غبرګولي يوولسمه :
دوسله والو طالبانو يو مشهور قوماندان  تيره شپه دهرات ولايت په اوبې ولسوالۍ کې له امنيتي ځواکونو سره په جګړه کې ووژل شو.
دهرات دوالي وياند جيلاني فرهاد وايي  دغه جګړه د اوبې ولسوالۍ دسراپرده په سيمه کې  رامنځته شو . چې له امله يې  نهو تنو وسله والوطالبانو ته مرګ ژوبله واوښته .
  ده وويل  په دې جګړه کې  يو سيمه ئيز پوليس شهيد او يوتن بل ټپي شوى دى
  ده تاييد کړه چې دوسله والو طالبانو يو جګپوړي قوماندان هم  په وژل شويو کسانو کې شامل دى .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته