کابل- باختر دلړم ديرشمه
څلور تنه وسله وال طالبان پرون په فارياب ولايت کې دملي اردو له منسوبينو سره په نښته کې ووژل شول .
دملي دفاع وزارت د ويندوى مطبوعاتي دفتر باختر اژانس ته خبر ورکړ: دغه ياغي طالبان د فارياب ولايت دغورماچ ولسوالۍ په مربوطاتوکې دملي اردو دمنسوبينو د چاڼيزو عملياتو په بهيرکې ووژل شول .
ويل کيږي چې له دوى څخه يوه اندازه جنګي تجهيزات هم پاتې شوي دي.
ديوبل خبر له مخې: دپکتيکا ولايت ديوسف خيلو ولسوالۍ په مربوطاتو کې، پرون دملي اردو د منسوبينو د امنيتي دندو په بهيرکې دوه تنه ياغي طالبان چې غوښتل يې په ورانکارو بريدونو لاس پورې کړي؛ ووژل شول .
1 د یوې دقیقې څخه لږ