ټولنه

دفارياب ځوانان دکار دزمينې دنه برابريدو له امله سرټکوي .

-کابل باختر د مرغومي  نهمه :
دفارياب ولايت يوشمير ځوانان چې نوي له پوهنتون څخه فارغ شوي دي وايي چې حکومت  دې بايد ځوان قشر ته په دولتي ادارو کې دکارزمينه برابره کړي .
کابو يوزرو څلور سوه تنو ځوانانو له بلخ پوهنتون څخه چې دادبياتو ، بشري علومو ، ښوونې او روزنې ، حقوقو ، اقتصاد او دکرنې پوهنځي او دشپې برخه  پکې شامله ده دفراغت سندونه ترلاسه کړل .
دغه فارغان وايي چې دکاري  فرصتونو نشتوالي دکار په موخه بهرنيو هېوادونو ته دځوانانو دمهاجرت زمينه برابره  کړې ده
يو فارغ چې  دبدخشان ولايت اوسيدونکى او دژبو او ادبياتو دڅانګې فارغ دى دباختراژانس خبريال ته وويل: څلورکاله يې دامنيتي ، اقتصادي او رواني ګواښونو په ګډون له ستونزو سره سره تير کړي دي او په پاى کې يې وکولاى شول  چې دليسانس دوره پاى ته ورسوي اوس  بايد دولت په دولتي ادارو کې  دکار زمينه ورته برابره کړي .
دفارياب پوهنتون مرستيال اوسرپرست پوهنيار فيروز ازبيک هم ددغو محصلانو دفراغت دسندونو دويشلو په مراسمو کې دملي وحدت دحکومت له مشرتابه  او دفارياب ولايت له مسوولينو څخه وغوښتل چې دپوهنتون فارغانو ته دې دکارزمينه او هم له ليسانس څخه پورته دزده کړو ددوام زمينه برابره کړي چې هغوى دوزګارو کسانو له ډلې سره يوځاى نه شي او په غير قانوني کارونولاس پورې نه کړي اوياهم له هېواد څخه بهر ته مهاجر نه شي .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته