
کابل، د زمري ۲۹مه، باختر
کورنيو چارو وزارت په کابل او بغلان ولايتونو کې په نشه يي توکو د روږدو ۱۱۳ کسانو د درملنې خبر ورکړی دی.
دغه وزارت د یوې خبرپاڼه کې ویلي، چې د بغلان د نشهيي توکو پر وړاندې د مبارزې منسوبینو د دغه ولایت له بېلابېلو سیمو څخه ۶۰ تنه په نشهيي توکو روږدي کسان راټول کړي او د دغه ولایت د روږدو کسانو په کمپونو کې له درملنې وروسته بېرته خپلو کورنیو ته سپارلي دي.
خبرپاڼه کې زیاته شوې، چې د کابل ولایت د نشه يي توکو پر وړاندې د مبارزې پولیسو ۵۳ تنه روږدي کسان چې پخوا د کابل ښار له بېلابېلو سیمو څخه راټول شوي وو، د ټاکل شوې کمېټې له خوا تر درملنې او مسلکي زده کړو وروسته بېرته خپلو کورنیو ته سپارلي دي.
د یادونې وړ ده، چې اوسمهال هم په ټولو ولایتونو کې په نشه يي توکو د روږدو کسانو درملنه روانه ده.