
کابل، د لېندۍ ۲۷مه، باختر
د نیمروز امنیتي مسوولین وايي چې په دغه ولایت کې یې ۸ تنه د بېلا بېلو جنايي جرمونو په تور نیولي دي.
د باختر آژانس د خبر له مخې د دغه ولايت د امنيه قومندانۍ د جنايي جرمونو پر وړاندې د مبارزې مدير مولوي محمدالدين مخلص وايي، چې په نیول شویو کسانو کې يو تن د قتل، دوه تنه د غلا او ۵ تنه نور د انساني قاچاق په تور نيول شوي دي.
نوموړي زياته کړه، چې د نیول شويو کسانو دوسیې تر لومړنيو څېړنو وروسته عدلي او قضايي ارګانونو ته لېږل شوي دي.
توخی، افغانمل