سیاست

جمهور رئیس غني د اروپايي ټولنې د بهرنیو اړیکو له ځانګړې استازې سره وکتل

کابل- باختر د چنګاښ د مياشتې ١٩مه
د افغانستان د اسلامي جمهوریت جمهور رئیس محمد اشرف غنی پرون د اروپايي ټولنې د بهرنیو اړیکو له ځانګړې استازې مېرمن فډریکا موګریني سره وکتل.
د جمهور رييس د وياند دفتر باختر آژانس ته خبر ورکړ:
په دې کتنه کې چې په پلازمېنه وارسا کې ترسره شوه، دواړو لوریو د افغان کډوالو د ستونزې د اساسي حل، بروکسل کنفرانس ته د روانو تیاریو او نورو اړوندو موضوعاتو په هکله خبرې وکړې.
جمهور رئیس غني مېرمن موګریني ته په افغانستان کې د لویو اقتصادي پروژو د تطبیق او د بندونو د جوړولو، د ښځو د حقونو، سیمه ییزو اقتصادي همکاریو او د اسیا په څلور لارې د افغانستان د بدلېدلو په هکله معلومات ورکړل.
د اروپایي ټولنې ځانګړې استازې مېرمن فډریکا موګریني په بېلابېلو برخو کې د ملي یووالي حکومت کوښښونه او لاسته راوړنې د قدر وړ وبللې. هغې زیاته کړه، د امنیت د تامین، د ښځو د حقونو، د اقتصادي او لویو پروژو د تطبیق په برخه کې د ملي یووالي حکومت کوښښونو افغانستان ته د نړیوالو پام او باور ډېر کړی دی.
اغلې موګریني له افغانستان سره د اقتصادي همکاریو په موخه د بروکسل کنفرانس لپاره د تیاریو یادونه وکړه او هیله یې څرګنده کړه، چې د افغانستان نړیوال متحدین به په بروکسل ناسته کې له افغانستان سره د خپلو همکاریو ژمنې تازه کړي.
هغې وویل، په پام کې ده چې د بروکسل ناستې څخه یوه شپه دمخه د افغانستان او سیمې د پرمختګونو او اړوندو موضوعاتو په هکله هر اړخیز بحث وشي.
اجرائیه رئیس ډاکټر عبدالله عبدالله د افغانستان د لاسته راوړنو، په سیمه کې د اقتصادي همکاریو، انکشافي پروژو، پرمختګونو او شته فرصتونو په برخه کې د سیمې د هېوادونو د رول د څرګنتیا لپاره دغه وړ بحث مهم او ګټور وباله.
د اروپايي ټولنې استازې د نړۍ په بېلابېلو هېوادونو کې د افغان کډوالو ستونزو ته په اشارې وویل، د افغان کډوالو ستونزې ته باید قانوني لارې او دایمي حل لاره ولټول شي.
جمهور رئیس غني وویل، که یونان په ډله ییزه توګه افغان کډوال وباسي، نو دا کار به د کډوالو ستونزې نورې هم زیاتې کړي، د دې لپاره باید یو منظم پلان ترتیب او تطبیق شي.
همدارنګه جمهور رئیس د اروپایي ټولنې د بهرنیو اړیکو له ځانګړې استازې څخه وغوښتل چې د افغانستان وضعیت ته په پام د افغان کډوالو د ستونزې د حل په برخه کې همکاري وکړي. 
ډاکټر عبدالله عبدالله د جمهور رئیس د خبرو په تائیدولو سره وویل، د افغانستان نړیوال همکاران او متحدین دې د افغانستان شرایطو ته په پام د افغان کډوالو ستونزې ته د اساسي حل لاره ولټوي.#

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته