امنیت

په باميانو ولايت کې دنجونو په يوه ښوونځي کې په لسګونو تنه زده کوونکي مسمومې شوې .

کابل باختر د غبرګولي  شپاړلسمه :
دباميان ولايت دپنجاب ولسوالۍ دمرکز دنجونو دليسې په لسګونو تنه زده کوونکي نن دسمي ګازو دخپريدو له امله مسمومې شوې .
دباميانو ولايت دپنجاب ولسوالۍ دروغتيايي مدير ډاکتر امين الله وايي چې ددغې ليسې څه دپاسه ديرش  تنه زده کوونکې نن له غرمې مخکې دنهو بجو په شاوخوا کې مسمومې شوې  .
ده باختراژانس ته وويل دپنځو تنو زده کوونکو روغتيايي حالت خراب دى او ددغې پيښې  علت معلوم نه دى خو دپنجاب ولسوالۍ يوتن اوسيدونکي اسد الله بيک حبيبي وايي دغه مسموميت په ښوونځي کې دسمي ګازو د خپريدو  زيږنده  دى.
دپنجاب دنجونو  دليسې مدير غلام نبي وايي چې لومړي ديوولسم او دولسم ټولګي څه ناڅه شل تنه زده کوونکي  په دويم درسي ساعت کې په سر خوږي اخته شوې  چې روغتون ته وليږدولې شوې چې وروسته په روغتون کې ديرشو تنو ته ورسيدې
  ده زياته کړه چې ولسوال او امنيه قوماندان ددغې ليسې درسي ټولګي وڅيړل خو کومه نښه يې پيدا نه کړه چې  دزده کوونکو دناروغۍ علت مشخص کړي
دباميانو دپوهنې رييس محمد رضا آرا وويل چې حالات ترکنترول لاندې دي او ددغې پيښې دعلت په باب  څيړنې پيل شوې دي .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته