خبرونهټولنه

په ننګرهار، غور او نیمروز ولایتونو کې له زرګونو اړمنو کورنیو سره مرسته وشوه

کابل، د تلې ۱۴ مه، باختر

په ننګرهار، غور او نیمروز ولایتونو کې دWFP ، افغان سرې میاشتې او د کلیو، بیا رغونې او پراختیا وزارت له لوري پر زرګونو اړمنو کورنیو د خوراکي او غیر خوراکي توکو مرسته ووېشل شوه.

د باختر آژانس د خبر له مخې؛ د ننګرهار په دره نور ولسوالۍ کې د افغان سرې میاشتې له لوري له ۲۰۰ زلزله ځپلو کورنیو سره د خوراکي توکو مرسته ووېشل شوه.

د هېواد په ختیځ کې د افغاني سرې میاشتې مطبوعاتي مسوول رحمت ګل وقار باختر آژانس ته وویل، چې پر هرې کورنۍ وریجې، چای، مکروني، بوره او غوړي ووېشل شول.

د یو بل خبر له مخې؛ د نیمروز د کلیو، بیا رغونې او پراختیا ریاست له لوري په دغه ولایت کې پر ۳ زره ۷۱۳ اړمنو کورنیو نغده مرسته وېشل کېږي، چې د وېش بهیر یې پیل شوی، چې پر هرې کورنۍ ۶۴۰۰ افغانۍ وېشل کېږي.

په همدې حال کې د غور په پسابند ولسوالۍ کې هم افغاني سرې میاشتې له ۹۵۰ اړمنو او بې وزلو کورنیو سره د خوراکي او غیر خوارکي توکو مرسته وکړه.

ج

دوام

ورته لیکنې

دکمه بازگشت به بالا