خبرونهټولنه

په ننګرهار، لوګر او کندهار کې زیانمنو شویو کورنیو مرستې ترلاسه کړې

کابل، د زمري ۱۵ مه، باختر

پېښو ته د رسېدو په چاور کې د دولت وزارت وايي، چې په ننګرهار، کندهار او لوګر ولایتونو کې ۹۴۱ زیانمنو شویو کورنیو نغدي او غیر خوراکي توکو مرستې ترلاسه کړې.

د یاد وزارت ویاند محمد نسیم حقاني وايي چې د کډوالۍ نړیوال سازمان په ننګرهار کې له ۳۳۲ کورنیو سره چې د سختوو بارانونو او سیلاوونو له امله په مرکز جلال آباد او بټي کوټ ولسوالۍ کې زیانمنې شوې وې، له سروې وروسته یې ورسره د غیر خوراکي توکو او موقتي سرپنا مرسته وکړه.

په خبره یې، DRC موسسې د یاد ولایت په اچین ولسوالۍ کې له ۱۷۲ کورنیو سره، چې د طبیعي پېښو له امله زیانمنې شوې وې، له سروې وروسته هرې کورنۍ ته ۱۴-۱۴ زره افغانۍ ورکړې.

حقاني زیاتوي چې په ورته وخت کې WFP, IOM او DACAR موسسو د کندهار په سپین بولدک ولسوالۍ کې د وروستیو بارانونو له امله ۳۱۰ زیانمنو شویو کورنیو ته له سروې وروسته غیرخوراکي توکي ووېشل.

پېښو ته د رسېدو په چارو کې د دولت وزارت د ویاند د څرګندونو له مخې، IOM، DACAAR، IRC او WFP موسسو د لوګر په بېلابېلو ولسوالیو کې ۱۲۷ کورنۍ، چې د طبیعي پېښو له امله زیانمنې شوې وې، له سروې وروسته یې پرې د غیرخوراکي توکو مرستې ووېشلې.

دا په داسې حال کې ده چې په هېواد کې د وروستیو اورښتونو له امله د هېواد په زیات شمېر سیمو کې خلکو ته درانه مالي او ځاني زیانونه اوښتي چې لومړنیو مرستو ته بېړنۍ اړتیا لري.

ن.ر

دوام

ورته لیکنې

دکمه بازگشت به بالا