خبرونهټولنه

په ننګرهار، میدان وردګو او لوګر کې زرګونه بې وزله کورنیو مرسته ترلاسه کړه

 کابل، د لېندۍ ۱۰مه، باختر

په ننګرهار، میدان وردګو او لوګر کې د بېلابېلو موسسو په مالي ملاتړ ۷ زره ۱۸۰ بې وزله کورنیو مرسته ترلاسه کړه.

د ننګرهار په اچین ولسوالۍ کې د ماشوم ساتنې موسسې په مالي ملاتړ ۵۸۶ بې وزلو کورنیو ته نغدي مرسته ورکړل شوه، چې په کې هرې کورنۍ ته ۱۲ زره ۵۰۰ افغانۍ ورکړل شوې.

او دغه راز د دغه ولایت د پېښو پر وړاندې د مبارزې ریاست په هڅو او د AAR japan)) مٶسسې په مالي ملاتړ په کامې ولسوالۍ کې  ۳۰۰ کورنیو ته د خوراکي توکو مرسته ورکړل شوه، چې په کې هرې کورنۍ ته ۱۰۰ کیلو اوړه، ۵۰ کیلو سېله وریجې، ۲۰ لېتره غوړي، ۱۴ کیلو ګرامه بوره، ۱۶ کیلو ګرامه دال او نور توکي ورکړل شول.

همدارنګه د دغه ولایت په بټي کوټ ولسوالۍ کې د AARR مٶسسې په مالي ملاتړ ۳۱۷ کورنیو سره نغدي مرسته شوه، چې په کې هرې کورنۍ ته ۱۲ زره ۸۳۰ افغانۍ ورکړل شوې.

د یو بل خبر له مخې؛ د میدان وردګو په چک ولسوالۍ کې د خوړو نړیوال سازمان له لوري پر ۵ زره ۷۷۷ بې وزلو کورنیو خوراکي توکي ووېشل شول، چې په کې هرې کورنۍ ته ۵۰ کیلو ګرامه اوړه، ۵ لېتره غوړي، ۶.۲۵ کیلو ګرامه دال او مالګه ورکړل شوه.

په ورته وخت کې د لوګر د مرکز اړوند په بېلابېلو سیمو کې د یونیسف ادارې په مالي مرسته له ۲۰۰ سېلاب ځپلو کورنیو سره د غیر خوراکي توکو مرسته وشوه، چې په کې هرې کورنۍ ته پخلنځي کيټونه، ۳ زره چکۍ صابون او د څښاک اوبو د پاکولو ١٠ زره ګولۍ شاملې دي.

لمر

نمایش بیشتر

نوشته های مشابه

دکمه بازگشت به بالا