سیاست

تبصره

کابل باختردزمري  دولسمه :
دطالبانو دډلې  نوي مشر ملا اختر محمد منصور  په خپل لومړي  پيغام کې په افغانستان کې دپه اصطلاح  جهاد دوام خبرې وکړې . او دطالبانو دارمانونو تر تحقق پورې يې دهغه په دوام باندې ټينګار وکړ .
دباخترآژانس  مبصر ليکي ، ملا اختر محمد منصور  دطالبانو په نامه په خپل لومړي پيغام کې دجګړې  ډول  وواهه او په خپله دده په اصطلاح  دجهاد خبرې يې   وکړې او داسلامي شريعت  او نظام له تر ټينګښت پورې يې دهغه په دوا م باندې ټينګار وکړ .
دغه څرګندونې په داسې  حال کې کيږي چې څه موده مخکې دافغانستان ددولت او دطالبانو داستازو لومړۍ پړاو په پاکستان کې تير کړ .  طالبانو دخپلو خبرو په دې پړاو کې وويل چې دوى دملا اختر محمد منصور  په لارښوونه دخبرو ميز ته راغلي دي او دې کار وښودله  چې ملا منصور دملا عمر پرخلاف دسولې پلوى او معامله ګر شخص  دى خو وروستۍ  خبرې اوس  دقضيې عکس بيانوي .
سره له دې  چې ملا اختر محمد منصور هلې ځلې کړي دي چې په خپلو لومړنيو کاري ورځو کې ځان جدي او دطالبانو دلرغونو مفکورو ملاتړى شخص   معرفي کړي چې دطالبانو تشکيلاتي وحدت وساتي .
سياسي  کارپوهان  په دې باور دي چې ملا اختر هلې ځلې کوي دطالبانو دتيرو کړنو په تعقيبولو او په هغو په ډډې  لګولو سره په صحنه کې خپل شتون پياوړى کړي او له بله پلوه  هغو طالبانو ته روحيه ورکړي چې دخپل مشر ملا عمر په مړينې  سره ناهيلي شوي دي .
  سياسي کارپوهان دې مسئلې ته اشاره کوي چې دې صحنې ته دملا اختر داخليدو  زياتې بې باورۍ پيداکړي دي .
ملا عمر دوه کاله مخکې په مرموز  او مبهم ډ ول مړ شو اويا ووژل شو خو ملا اختر منصور دغه پيښه پټه وساتله آن د ملا عمر ډير نږدې  دوستان چې دملا منصور نږدې همکاران وو په دغې پيښې  خبر نه شول .
  دخپل مشر په مړينې دطالبانو ناڅاپي  خپريدو هغوى له وارخطايۍ سره مخامخ کړي دي  . زياتره يې ځان شرميدلي احساسوي . چې څه دپاسه دوه کاله ديو داسې شخص له خوا رهبري شول او په اصطلاح  جهاد يې وکړ چې په خپله ژوندى نه و .
دغه راز دملا عمر دمړينې پټولو دطالبانو لپاره  بې باوري  پيدا کړه او آن له ملامنصور سره مخالفت يې په يوې  انګيزې  بدل کړ او دطالبانو په ليکو کې افراطي څيرې  يې  غچ اخستوونکي کړي دي .
اوس دطالبانو په ليکو کې مخالفت او ډل بندۍ وضاحت لري ملااختر دخپلو يوشمير محدودو دوستانو په ډله کې دقدرت دټينګښت په فکر کې دى او يوشمير نور هم له صحنې څخه دده او دده دوستانو دلرې کولو لپاره فکر کوي .
  يوه ډله يې هم غواړي چې له نورو مراجعو سره اړيکې ولري او يوشمير طالبان به هم هلې ځلې وکړي چې آرام او له سياسي ناخوالو او جګړې څخه لرې ژوند غوره کړي .
سياسي کارپوهان  په جدي توګه  په دې مسئلې باندې ټينګار کوي چې دطالبانو ترمنځ ګډوډي او ډلبندۍ يوه بله سياسي  لوبه او پروګرام دى چې دسترو هيوادونو اوله سيمې  څخه  دځينوبهرنيو  هيوادونو استخباراتو طرحه کړي دي او دپاکستان  استخبارات يې دهغو په ترسره  کولو ګومارلي دي .
  ځکه دطالبانو پروژه له يوه معرفي شوي تاريخ سره وه او دغه تاريخ دپاى ته رسيدو په حال کې دى اوبايد خپل ځاى خپل بديل ته پريږدي آن په ځينو ټولنو او کړيو کې په ډاګه طالبانو ته دوه لارې مشخصې شوي دي د افغانستان له دولت سره خبرې او په دولتي تشکيلاتو کې مدغم کيدل اويا هم له داعش سره پيوستون .
له شک پرته لومړى انتخاب به دسيمې داستخباراتو په سبوتاژ کې په زړه پورې نتيجې ونه لري په تيره بيا مشرتوب يې دافغانستان په وړاندې دطالبانو سياسي ټګۍ  اوبرګۍ  درک کړي .
دويم انتخاب دداعش په لور دطالبانو لپاره يو پرانستل شوى تګلورى دى. په تيره بيا هغه طالبان چې له ملا منصور سره په مخالفت کې وي بايد له داعش سره يوځاى شي دسيمې په کچه او له هغې څخه بهر استخباراتي  پروګرام همدا دى . چې دطالبانو په له منځه تللو سره داعش په افغانستان کې پياوړى شي او په پاى  کې دنورو هيوادونو په وړاندې ستر  پروګرامونه ترلاس لاندې ونيول شي .
همدغه  پروګرام دى چې له داعشيانو سره دپياوړو  مراجعو ملاتړ شته .
ددغه شان حالت شتون ملااختر محمد منصور او همکارانو ته  يې مجهوله  فضا رامنځته شوه او دى دځان دتثبتيولو لپاره  سختې  ورځې تيروي .
دطالبانو داخلي فشار له يوې خوا او داستخباراتي  سازمانونو نسخو له بلې خوا دى له سخت حالت سره مخامخ کړى دى خو دوتلو لاره شته او هغه به داوي چې دى دملا عمر پرخلاف چې دپردې  تر چټ څيره وه په عام محضر کې څرګند شي او واقعيتونه په ډاګه کړي ځان او نور طالبان له سياسي  ګډوډۍ  او له استخباراتي  لوبو څخه وژغوري او په افغانستان کې دثبات په اعاده کولو کې همکاري وکړي چې دهيواد دښمنان لازيات تجريد شي .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته