امنیت

دسلما بند دساحو امنيت په ډاډمنه توګه تامين دى .

کابل باختر د  زمري  اته ويشتمه :
د٢٠٧ ظفر قول اردو قوماندان تورن جنرال تاج محمد جاهد په هرات کې  دهندوستان  له سرقونسل سره  په کتنه کې  ددغه ټکي په اعلامولو سره  دامنيتي حالت  او  دهيواد په لويديځه حوزه کې ددولت او دامنيتي ځواکونو دپرمختګونو په باب  خبرې وکړې .
ده  دافغانستان ددولت اوخلکو سره  دهندوستان ددولت او خلکو  دملاتړ او خدمتونو له امله قدرداني وکړه اويوځل بيا يې په سلما  بند کې دهندوستان  هيواد له فني او انجنيري پرسونل سره  خپل ملاتړ اعلام کړ .
دهندوستان  سرقونسل  دملي اردو دمسوولينو په ګډون  دهرات  دسيمه ئيزې ادارې دمسوولينو  دهراړخيزو همکاريو له امله دقدرداني په ترڅ کې وويل  چې دسلما بند په ساحه کې  دامنيتي تدبيرونو زياتوالي  دکار دبهير دګړندي کيدو سبب شوى دى .
  دهندوستان قونسل  دسلما بند په ساحه کې دامنيتي تدبيرونو دزياتوالي له امله خوښي څرګنده کړه اودسلما بند دپروژې  دپاتې چارو دبشپړولو په لاره کې يې  دخپل  متبوع  هيواد  دملاتړ  ډاډ ورکړ .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته