کابل باختر دسلواغي يوولسمه
دوسله والو طالبانو يو سيمه ئيزقوماندان له دوو تنو افراو سره يې نن په کندهار ولايت کې ونيول شو .
دغه قوماندان چې نوم يې نه دى اخستل شوى دميوند ولسوالۍ په مربوطاتو کې دافغان او ناتو دځواکونو دګډو عملياتو په بهير کې نيول شوى دى .
ناتو دباختر اطلاعاتي اژانس ته دخبرپاڼې په ليږلو سره ويلى دى چې دوسله والوطالبانو دغه قوماندان چې دکندهار په ښار ديوه وسله وال بريد دطرحه کولو په حال کې و ، نيول شوى دى .
دناتو دخبرپاڼې دمعلوماتو له مخې نيول شوى سړى په کندهار کې زياتو تروريستي بريدونو ته سازمان ورکړي دي .
خبرپاڼه زياتوي له دغه قوماندان څخه يوه زياته اندازه مواد چې دماينونو په جوړولو کې کارول کيږي هم ترلاسه شوى دى .