سیاست

دقوانينو کميټې درې تقنيني سندونه تصويب کړل .

کابل باختر دغبرګولي نهمه :
دکابينې دقوانينو کميټې غونډه نن دجمهور رييس دمرستيال او ددغې کميتې درييس  قانونپوه سروردانش په مشرۍ جوړه شوه .
دجمهوري رياست مطبوعاتي دفتر باختراژانس ته خبر ورکړ :په دې غونډه کې دخصوصي لوړو زده کړو دموسسو دمقررۍ ، د  مالونو دبهرنۍ سوداګرۍ دقانون او دغه راز د زياتې شوې ارزښتناکې ماليې دقانون دځينو مادو دتعديل طرحې وڅيړلې شوې او په دې برخه کې لازم تصميونه ونيول شول .
دجمهور رييس مرستيال  په اړوندو برخو کې ددغو تقنيني سندونوطرحې مهمې وبللې او ويې ويل چې په دغو برخو کې دتقنيني سندونو شتون کولاى شي عملياتي او اجرايي بهيرونه له پخوا زيات اسان کړي .
دلوړو زده کړو وزارت له رپوټ سره سم دخصوصي لوړو زده کړو دموسسو په جوړولو پورې داړوندو چارو تنظيم ، دعلمي،. مسلکي او تخصصي  کادرونو روزنه ، دلوړوزده کړو دموسسو ترمنځ دازادې سيالۍ له لارې  دلوړو زده کړو کمې او کيفي لوړوالى ، دهېوادوالو دتحصيلي سويې  ددايمې  پراختيا لپاره له علمي پلوه په ځان  ډډې لګول ، په لوړو زده کړو او په نورو مواردو دبرلاسي دزمينې لوړول داړوندې مقررې د طرحې دبرابراولو داصلي هدفونو او ضرورتونو په توګه په پام کې نيول شوي دي .
دمالونو دبهرنۍ سوداګرۍ دقانون دطرحې په باب هم دسوداګرې او صنايعو وزارت رپوټ ورکړ چې دمالونو په بهرنۍ سوداګرۍ پورې داړوندو چارو تنظيم او دمالونو دبهرنۍ  سوداګرۍ دعمومي اصولو رعايتول  ددغې طرحې اصلي هدفونه دي او تصويب يې کولاى شي  دنړيوالې سوداګرۍ دسازمان په وړاندې دافغانستان دحکومت دژمنو له عملي کولوسره مرسته وکړي .
په زيات شوي ارزښت دماليې دقانون دځينو مادو دتعديل دطرحې په باب  هم دماليې وزارت رپوټ ورکړچې دټولنيز عدالت  دتامينولو او دعوايدو دکمښت دمخنيوي لپاره په زيات شوي ارزښت دماليې دنورم تعديل په سلو کې له پنځو څخه په سلو کې لسو ته او په زيات شوي ارزښت دماليې دثبت داندازې  تعديل  له دوه سوه  مليونو  څخه يوسلو پنځوسو مليونو ته دتعديل ددغې طرحې هدف دى .
دماليې وزارت دغه راز رپوټ  ورکړ چې په زيات شوي ارزښت ماليه يوه نوې پديده ده چې دمالياتي رژيم دبدلون لپاره دزمينې دبرابرولو غوښتنه کوي او له همدې امله دقانون تطبيق له ١٣٩٥ کال څخه ١٣٩٩ کال ته تعديل شوى دى .
ددغو تقنيني سندونو دطرحې داهميت او ضرورت په برخه کې داړوندو ادارو له ر پوټ وروسته ، دقوانينو د کميټې غړو په ترتيب  سره دخصوصي لوړو زده کړو دموسسو دمقررې دطرحې ،  دمالونو دبهرنۍ سوداګرۍ دقانون دطرحې  او په زيات شوي ارزښت دمالياتو دقانون دځينو مادو دتعديل  دطرحې په باب په تفصل سره خپلې نظريې  څرګندې  کړې او دبڼې او محتوا په لحاظ  يې رغنده اوګټور  اصلاحات پيشنهاد کړل .
دقوانينو کميټې ددغو تقنيني سندونو دطرحې په تاييدولو سره  دهغو اصلاحاتو په باب چې طرحه شول دعدليې وزارت ته دنده وسپارله چې دغونډې دغړو پيشنهادي اصلاحات دې ددغو تقنيني سندونو په طرحه کې شامل کړي اووروسته دې هغه دملي وحدت دحکومت کابينې ته وړاندې کړي .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته