امنیت

په ننګرهارکې درې تنه داعش وسله وال ووژل شول

جلال اباد باختر د لړم د میاشتې ۲ مه
د ننګرهار د اچين ولسوالۍ په مامندرې سیمه کې د ګډو امنيتي ځواکونو له خوا په پیل شويو چاڼيزو عملياتو کې درې تنه داعش وسله وال ووژل شول.
د ننګرهار د امنيې قومندانۍ وياند حضرت حسین مشرقيوال باختر اژانس ته وویل چې د ګډو امنيتي ځواکونو له خوا د حمزه په نامه په پیل شويو عملياتو کې د دوو تنو داعشيانو د وژل کېدو ترڅنګ يو کلاشينکوف او يو راکټ هم د امنيتي ځواکونو لاسته ورغلي دي.
هغه زياته کړه چې په دغو عملياتو کې امنيتي ځواکونو او ملکي وګړو ته کوم زيان نه دی اوښتی.
پای/وصال

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته