اقتصاد

سويډن په سمنګانو کې خپلو مرستو ته دوام ورکوي.

کابل – باختر دکب دمياشتې ١٩
سويډن په سمنګانو ولايت کې اووه ويشت بنسټيزې  پروژې تطبيقوي .
دغه ټکى  په شمال زون کې دسويډن سفير نن دسمنګانو له والي خيرالله انوش
سره  په کتنه کې څرګند کړ او ويې ويل چې سويډن له ٢٠١٤ م کال وروسته دخپلو مرستو په دوام  ژمن دى .
دسويدن سفير وويل هيواد يې دپوهنې ، روغتيا او فوايد عامې په   برخو کې دسمنګانو په مرکز او ولسواليو کې خپلې  پروژې تطبيقوي.
ده وويل  :  اوس د اوو  پروژو کار په عملي ډول پيل شوى دى او دنورو پروژو کاربه هم ډير ژر پيل  شي.
د سويډن سفير دغه راز وويل  چې په تيرکال کې هم   هيواد يې د  سويدن کميټې دکليوالي پراختيا د پروګرام له   لارې دپوهنې ، روغتيا او د فوايد عامې په برخو کې يو پنځوس   پروژې ترلاسه لاندې نيولي  دې چې له دې جملې څخه اووه ديرش پروژې بشپړې شوې دي  او دنورو  پروژو کار دوام لري .
دسمنګانو والي خيرالله انوش  په  دې کتنه کې په  دغه ولايت دبيارغاونې په برخو کې دسويډن د مرستو له امله قدرداني وکړه او ويې ويل چې په سمنګانو کې سراسرى امنيت تامين دى او په دغه ولايت کې دپرمختيايي پروژو د تطبيق لپاره زمينې تطبيقې کړې .
په دې کتنه کې دسويدن سفير دجمهوري رياست د لومړي  مرستيال مارشال محمد قسيم فهيم دمړينې له امله د سويډن دخلکو د  ډاډګيرنې مراتب   څرګند کړل.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته