سیاست

په شفافو انتخاباتو ټينګار وشو

کابل باختردوږي دمياشتې ١٠نيټه : د افغانستان لپاره د ملګروملتو سازمان د ځانګړي استازي مرستيال پرون په پنجشير ولايت کې د راتلوونکو انتخاباتو په باب ددغه ولايت له مسوولينو سره خبرې وکړې. د باختر آژانس دخبريال دخبرله مخې: پنجشير ولايت ته دافغانستان لپاره دملګرو ملتو د سازمان د ځانګړي استازي د مرستيال انګريد هايډن د سفر هدف راتلوونکي انتخابات او د انتخاباتو په باب د انديښنو د لرې کولو په اړوند خبرې اترې وې. په دې کتنه کې د پنجشير ولايت مرستيال محمد امين صديقي دملي وحدت د ټينګښت او ښې حکومتوالۍ په لاره کې له درغليو پرته د شفافو انتخاباتو ترسره کول ګټور وبلل. ده زياته کړه چې د نړۍ په ټولو هېوادونو کې د حالاتو د ښه والي او د ثبات د ټينګښت په لاره کې د ملګروملتو دسازمان رول مثبت دى اوهيله کيږي چې په افغانستان کې په راتلوونکو انتخاباتوکې هم ګټور رول ترسره کړي. انګريدهايډن په دې کتنه کې وويل چې دملګرو ملتو سازمان په افغانستان کې د پرمختيا، ښې حکومتوالۍ او د امنيت د تامينولو په لاره کې ژمن دى او خپله دنده د انتخاباتو له خپلواک کميسيون او د دغه کميسيون د شکايتونو د اوريدو له کميسيون سره به په ښه توګه ترسره کړي. پاى ج ذ

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته