ورزش

متحد افغان دشيوا او امر خيل له شاکلپ سره لوبې کوي .

-کابل باختر د لړم  لسمه :
په کابل کې دفوټبال الف  ګروپ سيالۍ  نن دمتحد افغان او شيوا د ټيمونو په لوبې سره دوام مومي .
دکابل  دفوټبال  فدراسيون  مرستيال عبدالبصير قيومي دباختراژانس خبريال ته وويل چې په کابل کې دفوټبال دالف  سيالۍ دڅوارلسو ټيمونو په ګدون په غازي لوبغالي کې پيل شوې دي  او په پرونۍ لوبه کې دسولې ټيم ديوې په وړاندې  په څلورو سره دستاره ازادي ټيم ته ماتې ورکړه 
ديوبل خبر له مخې:  په کابل کې دفوټبال دغوره ليګ سيالۍ نن مازيګر په يوې لوبې سره دوام مومي .
  دکابل دفوټبال فدراسيون مرستيال  عبدالبصيرقيومي باختراژانس ته وويل :په دې پړاو کې دامرخيلو او شاه کلپ ټيمونو لوبه کوي
په کابل کې دفوټبال  دغوره ليګ سيالۍ دديارلسو ټيمونو په ګډون په غازي لوبغالي کې پيل شوې دي اوپه پرونۍ لوبه کې دفيروزي  ټيم دصفر په وړاندې په يوې سره دبيګ بير ټيم ته ماتې ورکړه .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته