سیاست

دافغانستان داسلامي جمهوريت دجمهور رييس حامدکرزي د خواشينۍ او ډاډګيرني پيغام!

کابل باختر دليندي دويمه :
دافغانستان داسلامي جمهوريت دجمهور رييس حامدکرزي د خواشينۍ او ډاډګيرني پيغام!
په ډيرې خواشينې سره خبر شوم چې د نيمروز ولايت يوقومي مشرحاجي محمد رفيق خان د ورپيښې ناروغۍ له امله له دې فاني نړۍ څخه سترګې پټې کړې دي.
انالله وانا اليه راجعون .
ارواښاد حاجي محمد رفيق خان يو وطن دوست او قومي مشر اوخپلو خلکوته خدمتګار و، د ده مړينه يوه ضايعه ده.
دخپلې خواخوږۍ او ډاډګيرنې مراتب د ده کورنۍ، دوستانو او د نيمروز ولايت خلکو ته وړاندې کوم. الله تعالى دې دى وبخښي  اوکورنۍ ته دې يې جميل صبر په نصيب کړي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته