امنیت

په هلمند کې د طالبانو په سنګرونو د هوايي ځواکونو بريدونه

کابل باختردکب دمياشتې٢٨ نيټه :
اته تنه وسله وال طالبان په هلمند ولايت کې د هېواد د هوايي ځواکونو په بريدونو کې ووژل شول.
په دغو طالبانو تيره شپه  کله چې ديولړ ډاراچوونکو بريدونوپه سازمان  ورکولو  بوخت و د لښکرګاه ښار   ته څيرمه او په  نادعلي ولسوالۍ کې  بريدونه وشول.
د هېواد په جنوب کې د ملي اردو يوه قوماندان باخترآژانس ته وويل  چې په  دې هوايي بريدونو کې  اته تنه وسله وال طالبان  ووژل شول او د هغوى څو مرکزونه  ويجاړ شول.
په يوبل خبر کې ويل شوي دي  چې پوځيان په هلمند ولايت کې  د وسله والو طالبانو د وسلو او مهماتو ديوه ډيپو په کشفولو بريالي شوي دي.
دغه ډيپو دلښکرګاه ښار ته څيرمه دطالبانو په يوه پټنځي کې ساتل کيده چې له هغه څخه  يو شمير سپکې او درندې وسلې   ترلاسه شوي دي. پاى ج ذ

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته