امنیت

٣٦ تنه ډار اچوونکي ووژل شول .

کابل باختر دسلواغې دريمه : دملي دفاع وزارت په هېواد کې د ١٨ داعشيانو په ګډون د ٣٦ تنو ډار اچوونکو دوژل کيدو خبرورکړ . دباختراژانس دخبرله مخې: دملي دفاع وزارت مطبوعاتي دفتر باختراژانس ته ديوې خبرپاڼې په ليږلو سره ليکلي دي . په تيرو ٢٤ ساعتو کې دهېواد په بېلابېلو سيمو کې ملي امنيتي او دفاعي ځواکونو ګډ عمليات ترسره کړل چې په نتيجه کې يې د ١٨ تنو داعشيانو په ګډون ٣٦ تنه ډار اچوونکي ووژل شول شپږ تنه ټپيان او دڅلورو داعشيانو په ګډون ١٤ تنه ونيول شول . دغه عمليات دهېواد دهوايي او توپچي ځواکونوپه ملاتړ دننګرهار ، کاپيسا ، لغمان ، خوست ، روزګان ، قندهار ، زابل ، فراه ، فارياب ، او دهلمند دولايتونو په مربوطاتو کې ترسره شول چې دننګرهار ولايت دجلال اباد ښار او دکوټ ، اچين او دخوږياڼيو دولسواليو په مربوطاتو کې د ١٨ داعشيانوپه ګډون شپږ ويشت تنه ډار اچوونکي ووژل شول او دڅلور تنو داعشيانو و يوپاکستاني تروريست په گډون دولس تنه ونيول شول . دلغمان ولايت دقرغيو او دالينګار دولسواليو په مربوطاتو کې پنځه تنه ډار اچوونکي ووژل شول دوه تنه ټپيان او دوه تنه نور يې ونيول شول . دقندهار ولايت دميانشين ولسوالۍ په مربوطاتو کې څلور تنه وسله وال طالبان ووژل شول او دخوست ولايت دصبريو ولسوالۍ په مربوطاتو کې يو ډار اچوونکى ووژل شو او دوه تنه نور يې ټپيان شول . دغه راز دهلمند ولايت دګرمسير او دسنګين دولسواليو په مربوطاتو کې دعملياتوپه بهير کې ددښمن شپږ سنګرونه او شپږ ارتباطي خنډقونه ويجاړ شول او ٢٧ ماينونه کشف او شنډ کړى شول او دزابل ولايت دشاه جوى ولسوالۍ په مربوطاتو کې دوه تنه ډار اچوونکي ټپيان شول .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته