سیاست

جمهوررئیس غني او د اندونیزیا د بهرنیو چارو وزیرې د افغانستان د سولې پروسې په اړه خبرې وکړې

– کابل/باختر/ دغبرګولي مياشتې١١مه
د افغانستان  د اسلامي جمهوریت جمهور رئیس محمد  اشرف غني پرون  له  غرمې مخکې د اسلامي همکاریو سازمان د مشرانو د څوارلسمې غونډې  په څنډه کې د اندونیزیا  د بهرنیو چارو وزیرې اغلې ریتنو مارسودیا  سره د مکې مکرمې په ښار       کې وکتل.      
د جمهور رئيس د وياند  دفتر باخترآژانس ته خبر ورکړ، په دې کتنه کې چې د جمهوررئیس په استوګنځي کې وشوه  دواړو لورو  په  بېلابېلو برخو کې د افغانستان او اندونیزیا ترمنځ د همکاریو د پراختیا او د افغانستان د سولې پروسه کې د اندونیزیا د رول په اړه بحث او خبرې وکړې.
د هېواد جمهوررئیس د افغانستان د سولې پروسه په ځانګړي ډول دعالمانو ناستې د کوربه توب په خاطر د اندونیزیا  د هڅو مننه وکړه او ويې ویل: په  اندونیزیا کې د تسامح او د یو بل د منلو فضا حاکمه ده او د سولې د ټینګښت په برخه کې یې تجربې د افغانستان د سولې پروسه کې غوره رول لوبولای شي.
د اندونیزیا د بهرنیو چارو  وزیرې د افغانستان د سولې په اړه د یوه  دیالوګ  د کوربه توب، د سولې لپاره د افغان اواندونیزیایي مېرمنو د ګډ کنفرانس او د عالمانو د بلې غونډې د کوربه توب په اړه د خپل هېواد د لېوالتیا چمتووالی وښود. 
د اندونیزیا د بهرنیو چارو وزیرې زیاته کړه، هېواد یې چمتو دی څو د اندونیزیا د ټاکنو تجربې چې یو جامع سیستم دی د افغانستان د ټاکنو له خپلواک کمېسیون سره شریکې کړي.
د کتنې په پای کې جمهوررئیس د دغو غونډو د کوربه توب په خاطر د اندونیزیا د چمتووالي مننه وکړه او ويې ویل، د دواړو هېوادونو اړوندې ادارې به د دغو غونډو        د ترتیب په برخه کې اقدام وکړي. 
پاى ذکرالله

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته