فرهنګ

داطلاعاتو او فرهنګ وزير سريلانکا ته روان شو .

کابل باختر دچنګاښ نهمه :
داطلاعاتو و فرهنګ وزير عبدالباري جهاني نن له کابل څخه سريلانکا ته روان شو . 
دکابل له نړيوال هوايي ډګر څخه دباختراژانس دخبريال دخبر له مخې  د فرهنګ دوزيرانو غونډه  دڅلورو ورځو لپاره په سريلانکا کې  جوړيږي .
داطلاعاتو اوفرهنګ وزير به په دې غونډه  کې په افغانستان کې دفرهنګ او ادب دتاريخ په باب وينا وکړي او دکنفرانس تر څنګ  به دفرهنګ له برخه والو وزيرانو په تيره بيا دهند او پاکستان دفرهنګ له وزيرانو سره ليده کاته وکړي .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته