کويټه ډان باختر دوري دمياشتې ١٥ :
د پاکستان د بلوچستان ايالت په زيارت ناحيه کې پرون د امنيتي ځواکونو د ډزو له امله شپږ تنه مليشې ووژلې شوې.
باخترآژانس د بهرنيو خبرځايونو له خولې خبر راکړ :
کله چې امنيتي ځواکونو مليشې کلابندې کړې؛ دوو تنو مليشو چې چاوديدونکي توکي يې ليږدول؛ ځانونه وچوول.
د امنيتي خبرځايونو د څرګندونوله مخې: په دغو ډزوکې دوه تنه امنيتي ځواکونه هم ټپيان شول .
دغه پيښه د نهو تنو تښتول شويوحکومتي مامورينو د ژغورنې لپاره د پلټنې د عملياتوپه بهيرکې رامنځته شوې وه .
دغه مامورين يوه اوونۍ مخکې له دغې ساحې څخه تښتول شوي وو.
په وژل شويومليشو په دغې ساحه کې د امنيتي کسانو او د ملکي وګړو د تښتونې تور لګول شوى و.
0 د یوې دقیقې څخه لږ