امنیت

اووه ديرش تنه وسله وال طالبان د هيواد په دريو ولايتونوکې ووژل شول

کابل – باختر د ليندۍ دمياشتې ١٢
د ملي اردو د ځواکونو په هغو چاڼيزوعملياتوکې چې په تيرو څليرويشتو ساعتوکې د هيواد په دريو ولايتونوکې ترسره شول؛ ٣٧ تنه وسله وال طالبان ووژل شول.
د ملي دفاع وزارت مطبوعاتي دفتر باختر آژانس ته خبر ورکړ: دملي اردو ځواکونو د مخالفينو له شتون څخه د سيمو د پاکولو په مقصد د بادغيس، ارزګان او د ننګرهار د ولايتونو په مربوطاتوکې شپني چاڼيز عمليات ترسره کړل چې له امله يې ٣٧ تنه وسله وال طالبان ووژل شول؛ يو شمېر ټپيان او يو شمېر نور ونيول شول.
په دغو عملياتوکې د طالبانو د ډلې يوه اندازه مهمات او پوځي تجهيزات هم له منځه يوړل شول.
ديوبل خبرله مخې: د ملي اردو اووه تنه عسکر په واټ کې د ښخ کړى شويو ماينونو د چاودنې او د دښمن د درندو وسلو د ډزو له امله د امنيتي دندو د ترسره کولو په بهيرکې شهيدان شول.
د ملي دفاع وزارت د امنيتي دندو د ترسره کولو په بهيرکې د دغو عسکرو شهادت تاييدکړى دى خو د پيښې ځاى يې نه دى مشخص کړى.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته