اقتصاد

د جمهور رئیس غني په حضور کې د دوشي – بامیان د برېښنا غځولو تفاهم لیک لاسلیک شو

کابل_باختر د غبرګولي د مياشتې ٣٠ مه
د افغانستان د اسلامي جمهوریت د جمهور رئیس محمد اشرف  غني په حضور کې د دوشي – بامیان د ۲۲۰کیلوولټه برېښنا غځولو تفاهم لیک د افغانستان د برېښنا شرکت رئیس قدرت الله دلاوري او د اسیا پراختیایي بانک رئیس تامس پنیلا لاسلیک کړ.
د جمهور رييس د وياند دفتر باختر آژانس ته خبر ورکړ:
د یاد تفاهم لیک د لاسلیک په مراسمو کې چې نن ماسپښین په ارګ کې ترسره شول، د جمهور رئیس دویم مرستیال محمد سرور دانش او د اجرائیه ریاست دویم مرستیال حاجي محمد محقق او د اقتصادي سکتور یو شمېر وزیرانو هم حضور درلود. په پیل کې د اوبو او انرژي وزیر علي احمد عثماني وویل، د برېښنا د لېږد لپاره یو ۲۲۰ کیلو ولټه خط له دوه سرکتونو (double circuit)سره په پام کې نیول شوی دی چې ۳۰۰ میګا واټه برېښنا د بامیانو مرکز ته لېږدوي او د برېښنا د وېش لپاره یو ۳۲ میګا ولټ امپیر او همدارنګه یوه ۲۰ کیلو ولټه د وېش شبکه په پام کې نیول شوې چې په لومړي پړاو کې ۲۰ زره کورنۍ تر پوښښ لاندې راولي.
د اوبو او انرژي وزیر وویل، له یادې اندازې برېښنا څخه د کورونو د رڼا کولو تر څنګ منځنۍ او وړې کارخانې هم په کافي اندازه ګټه اخیستلی شي.
د ښار جوړلو وزیر او د پلخمري- ارغندي ۵۰۰ کیلو ولټه برېښنا د لېږد د ارزونې ملي کمیسیون غړي سید سعادت منصور نادري د یاد کمیسیون د کار په هکله وویل، دې کمیسیون له کومې پلوي پرته په خپلواکه توګه د خپلو هغو موندنو په اساس چې د دې پروژې اړوند اسنادو سلګونو پاڼو د ارزونې او مطالعې په پایله کې یې ترلاسه کړې وې د ۵۰۰ کیلو ولټه برېښنا لېږد د مسیر په اړه پرېکړه وکړه.
وروسته د اسیا پراختیایي بانک رئیس تامس پنیلا خبرې وکړې او وې ویل، د دې زیربنا په جوړولو سره  د برېښنا له نعمت څخه محرومو سیمو ته برېښنا رسېږي. هغه زیاته کړه، دا پروژه اقتصادي او سوداګریز فعالیتونه زیاتوي او د بامیانو خلکو ته ښه ژوند برابروي.
په پای کې د افغانستان برېښنا شرکت رئیس قدرت الله دلاوري د یادې پروژې په هکله وویل، دا پروژه به د اسیا پراختیايي بانک په مالي مرسته بشپړه شي او د ډیزاین شوي لین او سب سټيشن ظرفیت ۳۰۰ میګا واټه تثبیت شوی او د برېښنا د هغه لین هومره ظرفیت لري چې  د سالنګ له لارې کابل ته برېښنا رسوي.#

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته