ټولنه

دپلخمري- کندز لويه لاره دترافيکو پرمخ پرانستل شوه .

کابل باختر د وري اته ويشتمه : دپلخمري – کندز لويه لاره نن سهار دسيمې داوسيدونکو له خوا دترافيکي وسايطو پرمخ تړل شوې وه ، بيا پرانستل شوه . دبغلان دوالي وياند محمود حقمل باختراژانس ته وويل چې دپلخمري _ کندز لويه لاره دمرکزي بغلان ولسوالۍ داوسيدونکو دادعا له مخې دهغو دريو تنو له وژل کيدو وروسته چې په ولسي جرګه کې د تخار دخلکو داستازي قدرت الله ذکي دامنيتي ساتونکو دډزو له امله وژل شوي دي ، تړل شوې وه چې دسيمې دمخورو په منځګړيتوب او وساطت دغه لاره له دريو ساعتونو تړل کيدو وروسته بيا دترافيکو پرمخ پرانستل شوه . قدرت الله ذکي له رسنيو سره په تيلفوني اړيکه کې څرګنده کړه چې دنښتې په ځاى کې هيڅ ملکي وګړى حاضر نه و او وژل شوي کسان دطالبانو په افرادو پورې اړوند و . ديادونې وړ ده چې پرون له غرمې وروسته په ولسي جرګه کې دتخار دخلکو داستازي قدرت الله ذکي دسپرلۍ کاروان دزاړه بغلان دچارشنبې تيپې په ساحه کې دوسله والو مخالفانو له کمين سره مخامخ شو چې ددواړو لورو ترمنځ دډزو سبب شو او دبغلان دخلکو دڅرګندونوله مخې په دې پيښه کې درې تنه ملکي وګړي ووژل شول . ختم_ ف _ اکرم

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته