سیاست

جمهور رئیس غني د رسنیو له مسوولینو او ویاندویانو سره وکتل

_کابل_باختر د وري د مياشتې١
د افغانستان د اسلامي جمهوریت جمهور رئیس محمد اشرف غني تېر ماښام د بېلابېلو ادارو له ویاندویانو، د رسنیو له مسوولینو، خبریالانو او د لیکوالو ټولنو رهبري له غړو سره په کتنه کې هغوی ته د نوي لمریز کال مبارکي وویله.
د جمهور رييس د وياند دفتر باختر آژانس ته خبر ورکړ:
په دې کتنه کې چې په ارګ کې ترسره شوه، د هېواد لومړۍ مېرمن هم حضور درلود، د بیان د ازادۍ د ملاتړ سفیر  احمد نادر نادري په تېرو دوه نیمو کالو کې د وینا د ازادۍ او د خبریالانو د ملاتړ او معلوماتو ته د لاسرسي په برخه کې د حکومت او رسنیو ترمنځ د رامنځته شوې همکارۍ او همغږۍ یادونه وکړه.
ښاغلي نادري وویل، د حکومت مطبوعاتي ادارو او ویاندویانو د جمهور رئیس په لارښوونه په تېر کال کې د رسنیزو فعالیتونو د بنسټي کولو په موخه د پام وړ فعالیتونه او کوښښونه کړي او پر وخت له مسایلو څخه د خلکو د خبرولو په موخه به دغه کوښښونه لا زیات او دوامدار شي.
شریف حسن یار د رسنیو په استازیتوب د خبرو پرمهال وویل، ۱۳۹۵ لمریز کال له امنیتي پلوه زموږ هېوادوالواو خبریالانو ته له ننګونو ډک کال وو او یو شمېر خبریالانو د رسنیزو فعالیتونو پرمهال خپل ژوند له لاسه ورکړ او یا هم ټپیان شول.
هغه له جمهور رئیس څخه د وینا د ازادۍ او د خبریالانو د ملاتړ له امله مننه وکړه او ويې ویل، ځینو رسنیو او خبریالانو د جمهور رئیس په لارښوونه څېړنیز راپورونه ترتیب کړل، خو دغه کار له ستونزو او ننګونو سره مل وو. نوموړي  اصلي معلوماتو ته نه لاسرسی د څېړنیزو راپورونو د لارې عمده خنډ وباله.
وروسته د خبریالانو د خوندیتوب کمېټې په استازیتوب نجیب شریفي د رسنیزو فعالیتونو او خبري پوښښ په موخه ارګ ته د رسنیو د لاسرسي د زیاتوالي په موخه د جمهور رئیس له پاملرنې مننه وکړه او د خبریالانو پر وړاندې د تاوتریخوالي پېښو ته په اشارې یې د هغوی په خوندیتوب ټینګار وکړ.
د دولتي ادارو د ویاندویانو په استازیتوب د ملي دفاع وزارت ویاند جنرال دولت وزیري د امنیتي او دفاعي ځواکونو سرښندنو او اتلولیو ته په اشارې وویل، زموږ مېړنیو ځواکونو د دښمن هغه شوم پلانونه چې غوښتل یې د افغانستان جغرافیې ته بدلون ورکړي، شنډ کړل.
ښاغلي وزیري هیله څرګنده کړه چې راتلونکی کال به د بریالیتوبونو کال وي. هغه وویل ، ویاندویان هم د امنیتي او دفاعي ځواکونو د سرتېرو په څېر د خپلو سرونو او وینو په ارزښت د هېواد ساتنې ته چمتو دي.
ورپسې د افغانستان د لیکوالو ټولنې په استازیتوب ښاغلي سیدرضا محمدي خبرې وکړې. نوموړي د جنګونو له امله د افغانستان د لیکوالو ټولنې ته اوښتوزیانونوته په اشارې وویل، د جنګ په کلونوکې د لیکوالو ټولنه وپاشل شوه، ودانۍ یې ویجاړه او ملکیت یې  د زورواکانو له لوري غصب شوه.
نوموړي د ملي ادب او فرهنګ د ودې او بډاینې په برخه کې د لیکوالو، فرهنګیانواو هنرمندانو هلې ځلې او کوښښونه ارزښتناک وبلل او هیله یې څرګنده کړه، چې دوی ته دې دکار او خدمت لپاره لازمې اسانتیاوې او امکانات په واک کې ورکړل شي. همدارنګه نوموړي په ۴ پېړۍ کې لیکل شوی قران شریف جمهور رئیس ته ډالۍ کړ.
وروسته ښاغلي شاه زمان میوندي خبرې وکړې، هغه هیله څرګنده کړه چې په خپل نوي ماموریت کې به د رسنیو او حکومت تر منځ د همکارۍ او همغږۍ زیاتوالي ته زیات پام وکړي . نوموړي د وینا ازادي چې د خبریالانو په قربانیو ترلاسه شوې مهمه لاسته راوړنه وبلله.
د یادو ویناوالو د معلوماتو او څرګندونو له اورېدلو وروسته جمهور رئیس د هېواد د رسنیو له ټولوکارکوونکو او ویاندویانو څخه له دې امله چې پر وخت خلکو ته معلومات ورکوي مننه وکړه او معلوماتو ته د رسنیو لاسرسي  د زیاتوالي لپاره یې د بېلابېلو ابعادو په اړه هر اړخیز بحث او د دولتدارۍ د فرهنګ بنیادي بدلون، مهم وباله. 
د هېواد جمهور رئیس وویل، د ملي مسایلو په اړه اجماع موجوده ده، مګر د اساسي بحثونو په پایله کې باید دغه اجماع لا پیاوړې شي. هغه زیاته کړه، د رسنیو پر وړاندې د جنګي ډلو او غیر مسوولو وسله والو فشارونه د منلو وړ نه دي. دغه ډلې او افراد چې زموږ  دهېوادوالو، ماشومانو، ښځو او خبریالانو ژوند او فعالیتونه تهدیدوي، د دوی پر وړاندې د جدي غبرګون او چلند اجماع موجوده ده.
جمهور رئیس د ټولنې د فرهنګ او افکارو په وده کې د لیکوالو، فرهنګیانو، خبریالانو او رسنیو د فعالیتونو ارزښت ته په اشارې وویل، دفرهنګي برخې لپاره مو په بودجه کې حداقل لس میلیون ډالر نیولي او د اړتیا او واضح طرحې له مخې دا اندازه زیاتولی هم شو.
محمد اشرف غني وویل، د تېر د نمانځلو ترڅنګ باید خپل نن  هم ونمانځو او له سبا سره ربط ورکړو. زموږ ملي فرهنګ د پېړیو په اوږدو کې ان له اسلام دمخه او د اسلام په دوره کې معتدل وو اما اوس د ځینو له لوري د افراطیت لورته سوق کېږي. هغه زیاته کړه، د خپل فرهنګ عمق باید درک کړو.
د هېواد جمهور رئیس وویل، حکومت د ملي فرهنګ د ودې او بډاینې په برخه کې د لیکوالو، فرهنګیانو او رسنیو د ارزښتناکو فعالیتونو ملاتړ کوي او  دا مو ملي وجیبه ده چې ټولو ته خوندي او سوکاله ټولنه رامنځته کړو.#

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته