ټولنه

خبرتيا

کابل – باختر د غبرګولي دمياشتې ١٢
د ملي دفاع وزارت خبرتيا
د ملي دفاع وزارت د ملي اردو په جزوتامونوکې د جندر د حقوقو د رعايتولو او د ښځو د مشارکت په مقصد د دولسمو ټولګيو او له هغو څخه د لوړو ټولګيو فارغانو د انګليسي ژبې او د پوځي تعليماتو د زده کړې په مقصد هندوستان ته استوي. فارغان په هندوستان کې له زده کړې وروسته د ملي دفاع په وزارت کې د افسرانو په توګه استخداميږي او د هېواد په خصوصي پوهنتونوکې په وړيا ډول د هغوى د لوړو زده کړو زمينه برابريږي.
د منلو شرايط:
• د کورنۍ دموافقې لرل
• د فراغت د سند لرل
• د دواطلب عمر له ١٨ څخه تر ٢٦ کلنونو پورې وي.
• په ملي اردوکې د څه ناڅه ١٠ کلن خدمت ژمنه
امتيازونه :
• د ځوانو افسرانو د کورس برخه والو ته په مياشت کې پنځه زره افغانۍ مدد معاش
• هرې برخه والې ښځې او نارينه لپاره شخصي لګښت په مياشت کې (٣٦٤٠) افغانۍ، په پوهنتون کې د شموليت په بهيرکې پنځه زره افغانۍ لګښت ورکول کيږي، خو د پوهنتون فيس د ملي دفاع د وزارت له خوا ورکول کيږي .
• هر داوطلب ته د خدمت د يوکال له موده وروسته (تعليم او خدمت )يو کلن بخششي معاش (٦٧٢٠٠ ) افغانۍ ورکول کيږي.
داوطلبان کولاى شي د زياتو معلوماتو د ترلاسه کولو په مقصد په مرکز او ولايتونوکې د ملي اردو د جلب او جذب مرکزونو او يا د ملي دفاع وزارت د بشر دحقوقو او جندر رياست ته ورشي او يا له دغو ټيلفونونو(0793000573-0782640738- 020261782-0797964746) او يا[email protected] [email protected]  الکترونيکي پتې سره اړيکه ونيسي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته