سیاست

د افغانستان د اسلامي جمهوریت د جمهوررئیس محمداشرف غني د خواشینۍ او ډاډ ګیرنې پیغام

کابل باختر د زمري شپږمه
په ژورې خواشینۍ سره خبر شوم چې د تکړه لیکوال انجنیر محمود سعید د کورنۍ پنځه تنه غړي ( مېرمن، درې لوڼې او یو زوی) د ګازو د ډبې د چاودنې په پېښه کې شهیدان شوي دي.
محمود سعید، د ده خپلوانو او دوستانو ته د دغې غمجنې پېښې له امله د خپلې خواخوږۍ او ډاډګیرنې مراتب وړاندې کوم. الله تعالی دې دوی  ټول وبخښي او پاتې کسانو ته دې یې جمیل صبر په نصیب شي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته