پل علم باختردمرغومي دمياشتې٨ نيټه :
څه دپاسه څلورسوه کيلوګرامه امونيم کلورايد تيره شپه په لوګرولايت کې کشف او ضبط شول.
دلوګرولايت د امنيې قوماندانۍ وياند شاهپوراحمدزي دباخترآژانس خبريال ته وويل؛
د لوګرولايت دملي پوليسو اوملي امنيت منسوبانو د يولړګډوعملياتوپه ترسره کولو سره ددغه ولايت د پل علم ښارپه بابوس سيمه کې څه دپاسه څلور سوه کيلوګرامه امونيم کلورايد کشف اوترلاسه کړل.
احمدزي زياته کړه؛ تراوسه پورې د دغې پيښې په اړوند څوک نه دى نيول شوى.
د لوګرولايت دامنيې قوماندانۍ وياند وويل چې وسله والومخالفانو غوښتل له دغو موادو څخه دماينونو اوبمونو په جوړولو کې استفاده وکړي.
پاى ذکرالله
0 د یوې دقیقې څخه لږ