سیاست

د طالبانو دمشرتابه په کړۍ کې دمخالفت جدي کيدل .

له ملااخترمحمد منصور سره مخالفه ډله  دوه ورځې وخت لري چې له صحنې څخه ګوښه شي

کابل  باختر د وږي د مياشتې ٢ :
سره له دې چې دطالبانو دډلې دمشر په توګه دملا محمد اختر منصور  له انتصاب څخه  څه دپاسه شل ورځې تيريږي  خو دى په دې نه دى بريالى شوى چې دخپل ځان پرخلاف داختلافونو سختوالى کم کړي.
سره له دې چې دپاکستان حکومت په خپل هېواد کې دافغان طالبانو دمشرانو شتون ردوي دطالبانو دډلې نوى انتصاب شوى مشر ملااخترمحمد منصور دپنجشنبې په ورځ   د خپلو هغو پلويانو چې هغوۍ ته ديني عالمان ويل شوي دي
دکويټې په ښارکې کوربه توب وکړ . ددغې ډلې  کوربه توب اوله هغې سره کتنه  ددغو اختلافونو دحل کولو لپاره دلارې دحل کولو په مقصد ترسره کيږي چې  ددغې ډلې دپخواني مشر ملاعمر دمړينې دخبر له اعلام وروسته  طالبان ورسره مخامخ شوي دي .
په  دې کتنه کې چې ويل کيږي : دپاکستان داستخباراتو يوشمير جګپوړو کسانو هم برخه لرله دهغو اختلافونو دپاى ته رسولو په باب خبرې وشوې چې دطالبانو امارت ورسره مخامخ دى . هغه امارت چې په افغانستان کې  کوم ځاى نلري  بلکې په پټه توګه په پاکستان کې فعاليت کوي.
د طالبانو وياند ذبيح الله مجاهد چې پخپله  دپاکستان په کراچۍ ښارکې  استوګن دى  پاکستانۍ رسنيو ته ويلي دي چې په دې کتنه کې  دواړو لورو ديوبل  نظريې واورېدي  خو کومې نتيجې ته ونه رسيدل.
په  داسې حال کې چې دطالبانو وياند پخپله اعتراف کوي  چې  دپنجشنبې د ورځې په غونډه کې  کومه نتيجه ترلاسه نه شوه ملا عبدالمنان نيازي ته نږدې خبرځايونه   چې ځان دملا اختر دمخالفې ډلې وياند بولي ، ويلي دي  هغو ديني عالمانو چې له ملا اختر منصور سره  کتلي دي ، ويلي دي  که چيرې ملااختر تر  دوو  ورځو پورې دطالبانو دمشر صلاحيتونه  ددغې ډلې  دمشرتابه شورا ته  چې دملا اخترموافقان او مخالفان پکې شتون لري  ونه سپاري  ملااختر هم ددغې ډلې د مشرتابه شورا  له غړيتوب څخه حذفيږي.
دغه  راز ويل شوي دي ، طالبانو ته  يوې ډلې نږدې ملايانو  چې له ملااختر سره يې   کتلي دي  ويلي دي چې  دوى به خپل نظر ترڅو راتلوونکو ورځو پورې اعلام کړي.
سياسي کارپوهان وايي  چې اوس دطالبانو دډلې  نوى مشر له جدي چلنجونوسره  مخامخ شوى دى  که چيرې دهغو ملايانو  حکم  چې ورسره يې کتلي دي  دده په پلويتوب نه وي ،طبيعي ده چې دملااختر ملاتړي به  دهغه له منلو څخه ډډه وکړي  او دغه مسئله به دطالبانو ترمنځ اختلافونه لاپسې  ژور کړي او طالبان به په عملي توګه په  څوډلو وويشل شي .
د يادونې وړ ده ،حقاني  شبکې چې د آى اس  آى  تر ملاتړ لاندې ډله  اودالقاعده تروريستي شبکې دملا اختر محمدمنصور بيعت کړى دى . په داسې   حال کې چې دطالبانو دڅو تنو قوماندانانو او دملاعمر د کورنۍ دغړو په ګډون دکويټې دشورا  جګپوړي  غړي د ملا اختر جدي مخالف دي.
د طالبانو ترمنځ  خپل منځي اختلافونه به ددې سبب شي چې  داعش او القاعده دطالبانو ترمنځ دخپل پښې ايښودلو ځاى پراخ کړي  او طالبان په هغه ستر انشعاب سره  چې  داعشي طالبان او القاعده طالبان به وي ، ويشل کيږي .
د يادونې وړ ده  يوشمير ديني عالمانو چې په پاکستان کې يې په افراطي جريانونو پورې تړاو درلود  په اوويايمه هجري لمريزه لسيزه کې ملاعمر ته داميرالمومنين لقب ورکړ او اوس اختر محمد منصور غواړي په دغه شان يوه تقلبي اجماع کې  ځان ته  مشروعيت ورکړي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته