سیاست

دکابل ښار عالمانو دشاهين په قول اردو بريد وغانده .

کابل باختر د ثور څلورمه :
دکابل ښار دناحيويوشمير عالمانو نن په يوه غونډه کې په  ٢٠٩ شاهين قول اردو ډار اچوونکي ډله ئيز بريد وغانده .او دهغه عاملين يې  داسلام او مسلمانانو غدار او وينې څښونکي دښمنان وبلل .
  دباختراژانس دخبريال دخبرله مخې ، په دې  غونډه کې  دحج او اوقافو وزارت د ارشاد اوجوماتونو رييس مولوي فضل کريم خبرې وکړې او ويې ويل: بدنام او قسم خوړلي دښمنان په دغه شان بريدونو نه شي کولى په هېواد کې دخپلو بادارانو هدفونه عملي کړي .
ده ټينګار وکړ چې ددغه بريد شهيدان بريالي  او کامياب دي . هغوى دلمانځه او دالله ( ج )  دعبادت په وخت کې  شهيدان شول .
ده ځانمرګي بريد داسلام دمقدس دين دلارښوونو مخالف  وباله او ويې ويل  هرڅوک  چې ځان وژنه کوي داخرت په ورځ  هره شيبه  ژوندى کيږي او ځان وژنه کوي .
  ده وويل: له دغه شان شيطانانو سره  نه شوکولى په نرمښت سره  چلند وکړو بايد هغوى وځپل شي . او دهغوى  باداران هم  ترپوښتنې لاندې  ونيول شي .
وروسته دکابل ښار د دريمې ناحيې دعالمانو دشورا رييس  مولوي عزيز الله  مفلح  خبرې وکړې او ويې ويل  په سرتيرو بريد  ددښمنانو کار دى .  چې دټولو ديني او اسلامي ارزښتونو پرخلاف دى . 
ده وويل  دالله ( ج ) دلارښوونوله مخې ، په ناحقه او عمدي ډول  ديو شخص وژل دټول بشريت او انسانيت دوژنې په مانا ده  او هغه څوک چې يو شخص له مړينې  څخه ژغوري ګڼې چې ټول بشريت يې ژغورلى دى . او هغه څوک چې دمسلمان دوينې  تويول حلال بولي  ځاى يې په دوزخ کې دى . 
ده دخلکو دښمنانو ته په خطاب کې وويل  چې وژل هدف ته درسيدو لاره نه ده  سوله خداوندي لاره ده .
دوى دغه راز په پخواني جمهور رييس  چې طالبانو ته يې  د ورونو خطاب کړى دى  سخته انتقاد وکړ .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته