يانوده بي بي سي باختر دمرغومي دمياشتې ٢٩ :
د بوکو حرام ډلې د نايجريا په ګاونډي هيـــواد کامرون کې څه ناڅه شپيته تنه تښتولي دي .
باختر آژانس د بي بي سي د خبري شبکې له خولې خبر راکړ : زياتره هغه کسان چې په سرحدي کليو په بريد کې يرغمل شوي دي ، ماشومان دي .
امنيتي مامورين وايي چې په دغو بريدونو کې څو تنه وژل شوي هم دي .
بوکو حرام د نايجريا د شمال ختيځ د زياترو ښارونو او کليو کنترول په لاس کې لري او په وروستيو وختو کې يې په ځينو ګاونډيو هېـــوادونو په بريد لاس پورې کـــړى دى .
دغې ډلې له شپږو کلونو را په دې خوا د اسلامي حکومت د جوړولو لپاره په وسله وال اړو دوړ لاس پورې کړى دى .
د کامرون حکومتي مامورين د رويترز خبري آژانس ته ويلي دي چې په دې بريد کې اتيا تنه يرغمل کړاى شوې دي.
د کامرون په شمال کې يوه پوځي افسر دغه آژانس ته ويلي دي چې ديرش تنه لويان او پنځوس تنه ماشومان تښتول شوي دي .
د بوکو حرام پوځي مليشو له يوشپني ښوونځي څخه د دوه سوه تنو نجونو په ګډون يو زيات شمير کسان د روان کال د ثور په مياشت کې د نايجريا په شمال ختيځ کې تښتولي وو.
0 1 دقیقه لوستل