کابل – باختر دسلواغې دمياشتې ٢٩
د انتخاباتو دخپلواک کميسيون ويندوى وايي چې دجمهوري رياست دنوماندانو د لګښتونو څارنه ډيرسخت کار دى خو دمخنيوي لپاره يې څه ناڅه لارې چارې ترلاس لاندې لرو.
دا په داسې حال کې ده چې د مدني ټولنې ديوشمير بنسټونو مسوولين وايي چې اوسنيو لګښتونوته په پاملرنې سره دجمهوري رياست نوماندان په خپلو انتخاباتي مبارزو کې ، زياتې پيسې لګوي ،خو دانتخاباتو په قانون کې دجمهوري رياست دنوماندانو په انتخاباتي مبارزو کې د زياتو لګښتونو لپاره سل زره افغاني جريمه په پام کې نيول شوې ده .
دمدني ټولنې او دحقوقو دشبکې اجرائيه رييس محمدنعيم نظري د باختر آژانس له خبريال سره په مرکه کې وويل : دجمهوري رياست نوماندان ډير لګښتونه لري او دوي ته ډيره آسانه ده چې له دغو لګښتونو څخه په يو ډول نه يو ډول ډډه وکړي .
نظري زياته کړه که چيرې کوم نوماند په خپلوانتخاباتي مبارزو کې ديرش مليونه افغانۍ ولګوي په آساني سره کولاى شي سل زره افغانۍ جريمه ورکړي .
د ده په باور دانتخاباتو په قانون کې دجمهوري رياست دنوماندانو دانتخاباتي مبارزو په لګښتونوکې دسرغړونو په وړاندې ناڅيزه جريمه اټکل شوې ده .
دانتخاباتو په قانون کې دجمهوري رياست د نوماندانو دانتخاباتي مبارزو لپاره لس مليونه افغانۍ ټاکلې شوي دي او ددغه قانون له مخې که چيرې کوم نوماند
په خپلو انتخاباتي مبارزو کې له دې څخه زيات لګښت وکړي ، انتخاباتي سرغړونه بلل کيږي .
د انتخاباتو دخپلواک کميسيون ويندوى نورمحمد نور دباختر آژانس له خبريال سره په خبرو کې وويل : په انتخاباتي مبارزو کې د نوماندانو دلګښتونو څارنه سخت کار دى خو ناشونې نه ده ، ځکه موږ دنوماندانو دڅارنې په خاطر مشخص چلند غوره کړى دى، يعنې په هرو پنځلسو ورځو کې يو ځل بايد نوماندان دخپلو لګښتونو رپوټ دانتخاباتو خپلواک کميسيون ته وړاندې کړي .
پخوا دجمهوري رياست يو شمير نوماندانو ويلي دي چې د جمهوري رياست دنوماندانو دانتخاباتي مبارزو لپاره لس مليونه افغانۍ ډيرې نا څيزې دي .
د دوې دڅرګندونو له مخې ، دهيواد اقتصادي حالاتوته په پاملرنې سره دغه اندازه پيسې ښايي د دوې په څو محدودو پروګرامونو کې ولګيږي او په دې باب ځواب ورکول ښايي چې زياتره نوماندان له ستونزو سره مخامخ کړي.
0 1 دقیقه لوستل