امنیت

د فارياب د مدني ټولنې غړو د دغه ولايت د امنيت د تامينولو غوښتنه وکړه

کابل باختر د چنګاښ دمياشتې٤ نيټه        
د فارياب ولايت يوشمېر خلکو، د مدني ټولنې غړو او مشرانو په تحصن لاس پورې کړ.
د باختر آژانس د سيمه ييز خبريال دخبرله مخې:
دغوکسانو د فارياب ولايت د ودانۍ، دملي امنيت د رياست، امنيه قوماندانۍ او د ولايتي شورا په وړاندې د تحصن د خيمو په درولوسره د وسله والو طالبانو له کلابندۍ څخه د دغه ولايت د ميمنې ښار او د شيرين تګاب، خواجه سبز پوش او د دولت آباد ولسواليو د وتلو غوښتنه وکړه .
  ويل کيږي دوى اعتراض کوي ترڅو ډير ژر د ميمنې _ شبرغان لومړۍ لمبر لويه لاره چې له څو ورځو را په دې خوا دطالبانو له خوا تړل شوې ده ، پرانستل شي او له دې پرته به په وګړنيو پاڅونونو لاس پورې کړي.
د يادونې وړ ده چې په ميمنې ښارکې نن يو شمېر دولتي او خصوصي دفترونه تړلي دي او سيمه ييز مسوولين له رسنيو سره خبرو ته نه حاضريږي .
پاى شکريه ذ

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته