امنیت

دوه تنه ماين ښخوونکي په قندهار کې ووژل شول .

کابل باختر د چنګاښ دويمه :
دوه تنه ماين ښخوونکي طالبان  پرون په  قندهار ولايت کې ووژل شول .
دملي دفاع وزارت دويندوى  مطبوعاتي دفتر باختراژانس ته خبر ورکړ، دوه تنه ماين ښخوونکي طالبان هغه وخت ووژل شول  چې غوښتل يې دوسايطو ضد يو ماين دقندهار ولايت دميوند ولسوالۍ په مربوطاتو کې ښخ کړي چې ماين  دښخولو  په وخت کې وچاوديد او دواړه يې ووژل.
ديوبل خبر له مخې، دوسايطو ضد يو ويشت ماينونه  دهيواد په بيلابيلو سيموکې دملي اردو  دځواکونو دامنيتي فعاليتونو په بهير کې  کشف او شنډ کړي شول .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته