امنیت

په تخار کې دوسله والو طالبانو له شتون څخه دڅو کليو پاکول .

کابل باختر دچنګاښ نهمه :
امنيتي ځواکونو  دوسله والو طالبانو  له شتون څخه  دتخار ولايت  دخواجه غار ولسوالۍ  دپاکولو په مقصد  عمليات پيل کړي دي .
  دتخار ولايت دامنيې قوماندانۍ  مطبوعاتي دفتر دباختراژانس خبريال ته وويل  دغه عمليات نن سهار  په خواجه غار ولسوالۍ کې پيل شوي دي  او دکورنيو اوبهرنيو  وسله والو طالبانو  او دامنيتي ځواکونو ترمنځ سختې جګړې دوام لري .
اړوندو خبرځايونو  څرګنده کړه چې تراوسه پورې  څوکلي  دوسله والو طالبانو له شتون  څخه پاک شوي دي  او امنيتي ځواکونه دکندز ولايت   ددشت ارچي ولسوالۍ په لور دخواجه غار ولسوالۍ په ګاونډ کې دپرمختګ په حال کې دي .
  ده څرګنده کړه چې  ددغې ولسوالۍ  يوه محدوده ساحه  دوسله والو طالبانو  تر کنترول لاندې پاتې ده  چې ډير ژربه  پاکه شي .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته