کابل باختر د وري يو ويشتمه :
١٤ تنه وسله وال طالبان تيره شپه دقندهار ولايت په شاولي کوټ ولسوالۍ کې دکوماندو ځواکونو په ځانګړو عملياتو کې ووژل شول .
باختراژانس دملي دفاع وزارت دخبرپاڼې له خولې خبرراکړ ، چې دملي اردو دکوماندو ځواکونو، د ډار اچوونکو دځپلو په مقصد دقندهار ولايت دشاه ولي کوټ ولسوالۍ په مربوطاتو کې ځانګړي عمليات ترسره کړل چې په نتيجه کې ١٤ تنه وسله وال طالبان ووژل شول .
په دې عملياتو کې ددښمن دجنګي وسايلو يوه ډيپو او يو سلو پنځوس کيلوګرامه چاوديدونکي توکي له منځه يوړل شول .
ختم_ ج _ اکرم
1 د یوې دقیقې څخه لږ