امنیت

٢٩ تنه وسله وال طالبان په ننګرهار ، خوست ، زابل او په هلمند ولايتونوکې ووژل شول .

کابل باختر د لړم اووه ويشتمه :
نهه ويشت تنه  وسله وال طالبان  دهيواد په څو ولايتونو کې دملي اردو دځواکونو دچاڼيزو عملياتو له امله ووژل شول .
دملي دفاع وزارت دويندوى مطبوعاتي دفتر  نن دباختراژانس خبريال ته خبر ورکړ. دملي اردو ځواکونو دننګرهار ولايت  دخوږيانيو ، دخوست  ولايت دعلي شير  دزابل ولايت دارغنداب  په ولسوالۍ او دهلمند ولايت په مربوطاتو کې دډار اچوونکو له شتون څخه دسيمو دپاکولو په مقصد چاڼيز عمليات ترسره کړل چې له امله يې ٢٩ تنه وسله وال طالبان ووژل شول او څلور څلويښت  تنه نور وسله وال طالبان ټپيان شول
دغه راز په دغو عملياتو کې يوه اندازه  وسلې ،  ددرندو وسلو يوه اندازه مهمات  او نور پوځي تجهيزات  په عملياتو کې دشاملو ځواکونو لاس ته ورغلي دي .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته