امنیت

نهه تنه وسله وال طالبان په ننګرهار کې ووژل شول .

کابل باختر د ليندي دريمه :
دننګرهار ولايت په بټې کوټ  ولسوالۍ کې دجلال آباد په هوايي ډګر کې  دميشتو خاصو ځواکونو دعملياتو په بهير کې  نهه تنه وسله وال طالبان ووژل شول او پنځه تنه نور ټپيان شول .
دننګرهار ولايت دامنيې قوماندانۍ وياند سمونوال حضرت حسين مشرقي وال دباختراژانس  خبريال ته وويل: ددغو عملياتو په بهيرکې  چې پرون دجلال آباد په هوايي ډګر کې دميشتو خاصو ځواکونوله خوا دبټي کوټ ولسوالۍ دمشواڼيو اوچاردهي په ساحو کې ترسره شول طالبانو ته دسردرانده زيانونه اوښتي دي.
دده دڅرګندونو له مخې، ددغو عملياتو په بهيرکې  په جلال مشهور  دمولوي شمس  په نامه دوسله والو  طالبانو دډلې ديوه مشهور قوماندان په ګډون نهه تنه وسله وال طالبان وژل شوي او پنځه تنه نور يې ټپيان شوي دي .
ده دغه راز وويل چې په دغې ولسوالۍ کې په تروريستي عملياتو کې په لاس لرلو يوولس تنه مشکوک کسان نيول شوي دي .
مشرقي وال زياته کړه چې ددغو عملياتو په بهير کې  څلور موټرسايکلونه  په چاوديدونکو بار څلور ليږدونکي واسطې ، درې  کلاشينکوفونه ،  نهه چره يي ټوپکونه يوه تومانچه اودهاوان يو دوربين دامنيتي ځواکونو لاس ته ورغلي دي .
په دغو عملياتو کې امنيتي ځواکونو ته زيان نه دى اوښتى .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته