کابل – باختر د لړم دمياشتې ١١
د هلمند ولايت په ګرشک ولسوالۍ کې تېره شپه د پوليسو په امنيتي پوستو د طالبانو د بريدونو له امله څلور تنه ووژل شول.
د هلمند ولايت د امنيې قوماندانۍ وياند شاه محمود آشنا د باختر آژانس خبريال ته وويل: دغه جګړه د ګرشک ولسوالۍ په مربوطاتوکې هغه وخت ونښته چې يوې ډلې وسله والو طالبانو د دغې ولسوالۍ په مربوطاتوکې د پوليسو په پوستو د بريدونو نيت درلود چې د پوليسو دځواکونو له سخت مقاومت سره مخامخ شول.
د خبرځاى د څرګندونو له مخې: د دغې جګړې په بهيرکې د طالبانو د مشهور قوماندان ملا عبدالحى په ګډون څلور تنه وسله وال طالبان ووژل شول.
د دغې جګړې په بهيرکې د طالبانو
يوه اندازه جنګي وسايل هم د پوليسو لاس ته ورغلي دي
ده زياته کړه: په دې جګړه کې امنيتي ځواکونو ته زيان نه دى اوښتى.