امنیت

د ملي اردو لوى درستيز: اجازه نه ورکووچې دښمنان دغه هېواد د بې ثباتۍ لوري ته يوسي

کابل / باختر د تلې  د مياشتې  ١٥  :

د ملي اردو لوى درستيز نن د اردو له جګپوړو مسوولينو سره په يوه کاري غونډه کې د هېواد د امنيتي حالت د څيړنې په ترڅ کې خلکو ته ډاډ ورکړ چې ملي اردو اجازه نه ورکوي چې د هېواد دښمنان هېواد د بې ثباتۍ لوري ته يوسي.

د ملي دفاع وزارت مطبوعاتي دفتر باختر آژانس ته خبر ورکړ:

جنرال قدم شاه شهيم چې د ملي اردو د جګپوړو مسوولينو په کاري غونډه کې  خبرې کولې؛ د دغو مسوولينو د کاري رپوټونو د اوريدو په ترڅ کې ټينګار وکړ: د لوژستيکي او تسليحاتي موادو په ګډون د اکمالاتو بهير دې په مطلوب ډول عملي شي.

ده د ملي ارزښتونو ددفاع، دهېواد ددښمنانو په وړاندې  دمقاومت او دتروريستي توطيو د شنډولو په لاره کې د ملي اردو د ميړنيو منسوبينو د کړو وړو د ستايلو  په ترڅ کې خلکو ته ډاډ ورکړ چې ملي اردو نه پريږدي دښمنان، هېواد د بې ثباتۍ لوري ته يوسي .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته