ټولنه

په پنجشېر کې ترافیکي پېښې پنځه تنه ټپیان کړل

کابل / د کب ۲۷مه / باختر
په پنجشېر کې تېرماښام پنځه تنه په ترافیکي پېښه کې ټپیان شول.
د پنجشېر د ترافیکو مدیریت یوه مسوول باختر آژانس ته وویل چې دغه پېښه هغه وخت د دغه ولایت په دالانسنګ سیمه کې رامنځته شوه چې یوه مسافر وړونکي سراچه موټر له واټ څخه واوښت او سیند ته وغورځېد.
خبرځای زیاته کړه چې د دغې پېښې ټپیان د پنجشېر ایمرجنسي روغتون ته لېږدول شوي دي او روغتیایي حالت یې دی.
د پنجشېر د ترافیکو مدیریت د پېښې علت د چلوونکي بې احتیاطي وبلله.
پای/ سعیده

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته