ورزش

په سمنګانو کې دفوټبال لومړنى لوبغالى پرانستل شو.

کابل – باختر د ليندۍ دمياشتې ٢٨
دسمنګانو ولايت په مرکز ايبکو ښار کې دفوټبال دلومړنې لوبغالي دجوړولو کار ديوولسو مليونو افغانيو په لګښت بشپړ او ګټې اخستنې ته وسپارل شو.
دايبکو دښاروالۍ تخنيکي امر انجينير عبدالشکور دفوټبال ددغه ډګر په باب وويل : دغه ورزشي ډګر دايبکو ښاروالۍ له خوا دښار واليو دچارو دمعينيت دښاري پروګرام په همکارى دښار دملکيت دشپږ زره مربع متره ځمکې په ساحه کې دلسو مليونو اته سوه زرو افغانيو په لګښت جوړ شوى دى چې په سلو کې پنځه ويشت يې دايبکو ښاروالۍ او په سلو کې پنځه اويايې دښارى پروګرام له خوا دامريکا دپرمختيايي ادارې په مرسته ورکړ شوى دى.
د ده دڅرګندونو له مخې ددغه ورزشي ډګر دجوړولو په پروژه کې دانګړ درې سوه يوولس متره ديوال ، ديوسلو شپږ ويشتو مربع مترو په مساحت ننداره کوونکو داستيج جوړول،دلوبغالي دزينو جوړول ،د چمن ځاى پرځاى داوبو د ويالې او نور ملحقات شامل دي.
د ده دڅرګندونو له مخې دغه ورزشي ډګر په تيرو څلورو مياشتو کې په معياري ډول جوړ شوى دى او په يو وخت کې د دوو زرو تنو ننداره کوونکو ظرفيت لري او دکار په بشپړيدو سره يې دفوټبال په برخه کې دايبکو ښار دورزشکارانو ستونزې لرې شوې دي.
په همدې حال کې دسمنګانو ولايت دفوټبآل فدراسيون رييس تاج محمد خدا داد دفوټبال ددغه معيارى ډګر دپرانستلو له امله خوښى څرګنده کړه او ويې ويل ددغه ولايت په مرکز او شپږو ولسواليو کې داې -بي او سي ټيمونه او دولس کلنو او له ١٤ کلنى څخه د شپاړلس کلنى په ګډون دفوټبال پنځوس ټيمونه فعاليت کوي چې دفوټبال په فدراسيون کې ثبت او راجستر دى چې له دې جملې څخه سلو ټيمونو دولايت په مرکز ايبکو ښار پورې او نور شپيته ټيمونه په شپږ ګونو ولسواليو پورې اړه لرى.
ده وويل پخوا چې ددغه ولايت په کچه دفوټبال معياري ډګر موجود نه و د فوټبال ورزشکاران له جدي ستونزو سره مخامخ و.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته