ورزش

په هرات کې د فوټسال سيالۍ پيل شوې

کابل باختر دلړم دمياشتي دريمه :
په هرات کې د فوټسال د دويم لاس سيالۍ پرون په دريولوبوسره پيل شوې .
د هرات ولايت د ورزشي آمريت مرستيال ضيا الحق ضيا د باختر آژانس خبريال ته وويل: په دغوسياليوکې د درخشان ټيم د پنځو په وړاندې په شيږو سره د باختر ټيم ته ماتې ورکړه. د شهيد نقيب ټيم د دوو په وړاندې په اتو سره د وريښمو پرټيم بريالى شو او د الهلال او د هرات باستان ټيمونو لوبه په دريو دريو ګولونو سره برابره پاى ته ورسوله .
د فوټسال دويم لاس سيالۍ په څلورو ګروپونوکې د څلورويشتو ټيمونو په ګډون په هرات کې له پرونه راپدېخوا پيل شوې دي او په دوام يې نن د مرواريد ټيم د نهضت له ټيم سره او د عمران ټيم د ثارالله له ټيم سره لوبې کوي .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته