ټولنه

په هرات کې ديوې ځوانې ميرمنې ځان وژنه .

کابل باختر د ليندى نهه ويشتمه :
په هرات کې يوې ځوانې ميرمنې  ځان زندى کړه .
دغې اوولس کلنې ميرمن پرون  سهار دهرات ښار  د مولوي دتيلو ټانګو په سيمه ځان زندى کړاو خپل ژوند يې پاى ته ورساوه .
  دهرات دمرکزي  روغتون وياند محمد رفيق  شيرزي  څرګنده کړه چې ددغې ميرمنې  مړى پرون سهار دهرات ښار روغتون ته وليږدول شو .
   دځوانانو ترمنځ ځان وژنه دسرطان له ناروغيو او پيښو وروسته دمړينې ددريم عامل  په توګه بدل شوى دى.
   شميرنې ښيي چې ځوانې نجونې له ځوانو  هلکانو څخه زيات په ځان وژنه لاس پورې کوي خو هلکان له نجونو زيات خپل هوډ عملي کوي هغه چلندونه او اقدامات چې دځوانانو دځان وژنې سبب کيږي درواني  ، کورنيو او ټولنيزو ستونزو حاصل دى.
شيرزي  څرګنده کړه دروان کال له پيل څخه تراوسه پورې پنځلسو تنو ځانونه په  دار ځړولي دي چې اووه تنه يې  ښځې او اته تنه يې نارينه و .
تراوسه پورې ددغې پيښې علت معلوم نه دى خو دهرات مقاماتو په وار وار ددغو پيښو علت فاميلي ستونزې بللې دي هغه علت چې  دماهرانو له خوا دمنلو وړ نه دى .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته