سیاست

انجنیر محمد خان: زندانونه د اصلاح او تربیې ځای دی؛ د مسلکي او روزنیزو مرکزونو له لارې باید زندانیان وروزل شي

کابل_باختر د ليندۍ د مياشتې٢٦مه
د اجرائیه رئیس ډاکټر عبدالله عبدالله په هدایت د اجرائیه ریاست د لومړي مرستيال انجنیر محمدخان په مشرۍ د محابسو د اصلاح په طرحه بحث او خبرې وشوې.
د اجراييه رياست د وياند دفتر باختر آژانس ته خبر ورکړ:
په دې غونډه کې د وزیرانو شورا د دارالا نشاء رئیس سربیره د عدلیې، پوهنې، لوړو زده کړو، کار او ټولنیزو چارو او ښځو چارو وزارتونو، لوی څارنوالۍ، مدني ټولنو،  بدني روزنې، سترې محکمې او د محبسونو ریاست باصلاحیته استازو ګډون کړی و.
په پېل کې په هغه طرحه خبرې وشوې چې د محبسونو عمومي ریاست له لورې چمتو شوې وه او پکې د د زندانیانو د ستنوزو ترڅنګ د زندانو د تشکیل، رغونې، روغتیا، روزنې، حرفوي زده کړو، د زندانیانو د حقونو او د زندانیانو د سرنوشت په هکله پکې خبرې شوې وې.
د کمیسیون مشر او د اجرائیه ریاست لومړي مرستیال انجنیر محمد خان محبسونه د زده کړو او د تېرو تېروتنو د جبران ځای وباله او زیاته یې کړه چې زندانیانو ته باید د ژوند د ټولو اسانتیاوو ترڅنګ د ښووونې او روزنې او د مسلکي زده کړو مرکزونه جوړ شي چې په راتلونکي کې ټولنه له جرمونو پاکه او د سمون لورته سوق شي.
د زندانونو رئیس جنرال حلیم کوهستاني وویل: که څه هم په زندانونو کې د ژوند لومړنۍ اسانتیاوې شته، خو بیا هم زندانیان له یو شمېر ستونزو سره مخ دي. د نوموړي په خبره چمتو شوې طرحه به تر ډیره د زندانیانو شته ستونزو ته د حل لارې چارې پېدا کړي او د دغې طرحې په تطبیق سره به زندانونه تر ډیره معیاري شي.
د کمیسیون مشر او د اجرائیه ریاست لومړي مرستیال یاده طرحه تر ډیره پرځای وبلله او زیاته یې کړه چې تر څېړنو وروسته باید په هغو لومړیتوبونو خبرې وشي چې د زندانونو د معیاري کیدو لپاره اړین دي.#
پاى_ذ

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته