امنیت

شل تنه ډار اچوونکي ووژل شول

کابل باختر د غبرګولي  نهمه :
  شل تنه ډار اچوونکي تيره شپه په کندز ولايت کې ووژل شول .
  د٨٠٨ سپين زر زون وياند محفوظ الله اکبري باختراژانس ته وويل  دبې پيلوټه الوتکو په بريدونوکې چې په کندز ښار  پورې اړوند دملا قلي په ساحه کې  ترسره شول  دډار اچوونکو ديوتن قوماندان ملا اسمعيل په ګډون اووه تنه وسله وال طالبان ووژل شول .
  ده زياته  کړه چې ملا اسمعيل په څو تروريستي بريدونوکې لاس درلود .
دغه راز  د پامير – ١ په عملياتو کې چې په کندز ښار کې  له څو ورځو راپديخوا پيل شوي دي  څو کلي دياغيانو له شتون څخه پاک شوي دي . او ديارلس تنه وسله وال مخالفين وژل شوي دي .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته